د عامې روغتيا وزارت مسوولانو خبر ورکړی، چې د افغانستان په زلزله ځپلو سيمو کې خلک اوس هم بېړنيو مرستو او په ځانګړې توګه خوراکي توکو او پاکو اوبو ته اړتيا لري.
د دې وزارت وياند شرافت زمان روېټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د پکتيکا او خوست په هغو سيو کې د بېلابېلو ناروغيو د خورېدو احتمال شته، کوم چې د زلزلې له امله اغېزمنې شوي دي.
نوموړي له همدې کبله له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له يادو زلزله ځپلو خلکو سره دې د خوراکي توکو او درملو په برخه کې مرستې وکړي، څو د نوموړي په خبره يادو زلزله ځپلو کورنيو ته پر وخت د مرستو له لارې، دغلته د احتمالي خورېدونکو ناروغيو مخه ونيسي.
زمان زياته کړې، ديادو ناروغيو د خورېدو احتمال ځکه ډېر دی، چې دغلته خلک دا مهال په خېمو کې ژوند کوي او د خوراک لپاره وړ توکي او پاکې اوبه نه لري.
د پکتيکا په ګيانو او د خوست په سپيرې ولسواليو کې د تېرې چهارشنبې ورځې زلزلې له امله له زرو زيات کسان مړه او نږدې دوه زره نور ټپيان شوي دي.
د يادې زلزلې له امله شاوخوا ۱۰زره کورونه هم وېجاړ شوي چې له کبله يې دامهال ځايی اوسېدونکي په خېمو کې ژوند کوي.