د روغتيا نړيوال سازمان رئيس ډاکټر تدروس ادهانوم ګيبرياسوس وايي، ځينې داسې وسايل په لاس کې لري چې کولی پر مټ يې د بېزوتڼاکو ناروغۍ مخه ونيسي.
نوموړي پرون شنبه ناوخت د (زمري په اوله) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له يادو وسايلو په ګټنې سره دا امکان شته چې د بېزوتڼاکو ناروغي په ارامۍ سره ګنټرول شي.
تدروس زياته کړې، چې له دې ډېر د بېزوتڼاکو ناروغۍ د خورېدونو مخنيوي په موخه، د يادې ناروغۍ له درکه د زيانمنو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ ته اړتيا ده.
نوموړي ويلي، دا هېوادونه بايد داسې لارې چارې اختيار کړي، چې په وسيله يې پر يادې ناروغۍ اخته کسانو روغتيا ته پام وشي.
د روغتيا نړيوال سازمان موندنې ښيي، چې د بېزوتڼاکو ناروغۍ ثبت شوې پيښې له ۷۰ ډېرو هېوادونو کې ۱۶زرو ته رسېدلي چې د دې سازمان په خبره دا شمېرې اندېښمنوونکې دي.
له دې سره ياد وضعيت ته په پام سره د روغتيا نړيوال سازمان بېړنی حالت اعلان کړی، څو په دې توګه د بېزوتڼاکو ناروغۍ د خورېدو مخنيوی وشوي.