د روغتيا نړيوال سازمان موندني ښيي چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د تېرو څو کلونو په پرتله، په افغانستان کې د ماشومانو د شري ناروغي زياته شوې ده.
د دې سازمان د شمېرو پر بنسټ، سږکال شاوخوا ۴۳ زره تنه افغان ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي او له منځه يې ۲۱۴ هغه بيا د همدې شري له امله مړه شوي هم دي.
د روغتيا نړيوال سازما زياته کړې چې د مړو شوو ماشومانو ۹۷ سلنه يې هغه ماشومان دي، چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم دي.
نوموړي سازمان په افغانستان کې د ماشومانو شري ناروغۍ پر زياتولي اندېښنه ښودلې او د له منځه وړلو لپاره يې د بېړنيو مرستو غوښتنته کړې ده.
د روغتيا نړيوال سازمان د تېرې مارچ په وروستيو کې په افغانستان کې د شري ضد واکسين کمپاين پيل کړ، خو دې سازمان ويلي چې د ياد کمپاين په ترڅ کې يوازې ۱.۲ ميليونه ماشومان چې خورا ټيټه کچه ده، تر پوښښ لاندې نيول شوي.