Home » سیمه او نړی » روغتيا نړيوال سازمان: د کرونا نويو او خطرنا بڼو د ظاهرېدو ډېر امکان شته

روغتيا نړيوال سازمان: د کرونا نويو او خطرنا بڼو د ظاهرېدو ډېر امکان شته

د روغتيا نړيوال سازمان رئيس ډاکټر تدروس ادهانوم ګبريسوس وايي، له هڅو سره سره د اومېکرون پر له منځه وړلو نه دي توانېدلي او زياتوي چې ياده ناروغي لا هم په چټکۍ سره په هېوادونو کې خورېږي.

نوموړي پرون سې‌شنبه د (مرغومي په ۲۸مه) جېنيوا کې خبري کنفرانس ته ويلي، اومېکرون د باور خلاف په چټکۍ سره په هېوادونو کې خورېدونکی دی او په خبره يې يوازې په وروستۍ يوه اوونۍ کې ۱۸ ميليونه کسان په ټوله نړۍ کې پر اومېکرون اخته شوي.

ګبريسوس خبرداری ورکړی چې له اومېکرون وروسته د کرونا نويو او خطرناکو بڼو د ظاهرېدو امکان شته او له همدې کبله بايد کرونا سطحي ونه ګڼل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...