د روغتيا نړيوال سازمان خبر ورکړی چې د شري ضد واکسين په ترڅ کې چې د روانې مارچ په ۱۲مه پيل شوی ۱.۲ ميليونه افغان ماشومان واکسين شي.
دې سازمان پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲۳مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه واکسين به هغو ماشومانو ته تطبيق شي چې عمرونه يې له شپږو مياشتو نيولې تر پنځو کلونو وي.
د خبرپاڼې له مخې، دامهال د ۲۴ ولايتونو په ۴۹ ولسواليو کې شاوخوا ۹۲۰۰تنه روغتيايي کارکوونکي د واکسين د تطبيق کولو پر چاره بوخت دي او اړتيا ته په پام سره به دغه لړۍ نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زېږديز کال له پيل تر د ۲۰۲۲ مارچ پورې د شري ټولټال ۴۸۳۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوي او په همدې موده کې يې له کبله ۲۵۰ تنه ماشومان مړه شوي هم دي.