د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره د خبرو په موخه د دغه هېواد د تروریستي سازمانونو له نوملړ څخه د ا.ا پر ایستلو کار روان دی.
ماریا زاخارووا د روسیې له دولتي خبري اژانس ټاس سره په مرکه کې ویلي چې د نشهیي توکو د قاچاق، تروریزم او سازمان شویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره باید روسیه له ا.ا سره اړیکې ولري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې اعلان کړی و چې دغه هېواد د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د ا.ا پر ایستلو په اړه غور کوي.
تر دې وړاندې قزاقستان لومړنی هېواد و چې ا.ا یې د تروریستي سازمانونو له نوملړ څخه وایستلو.