Home » فرهنګی او ټولنیز » روسیې ټیک ټاک ۳۰ زره ډالره جریمه کړ
رویداد خبري آژانس

روسیې ټیک ټاک ۳۰ زره ډالره جریمه کړ

په روسیې کې یوې محکمې د ټولنیزو رسنیو یوه مشهوره شبکه ټیک ټاک څه باندې ۳۰زره ډالر جریمه کړې ده.

محکمې پرون سه شنبې په ورځ (د وري ۱۷مه نېټه ) په خپل ټیلیګرام کې اعلان کړی دی چې د ټیک ټاک هغه ویدیوګانې نه دې پاکې کړې چې په روسیې کې له کم عمره ځوانانو غوښتل شوي په «ناقانونه مظاهرو» کې ګډون وکړي.

روسیې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو باندې محدودیتونه خورا زیات کړي دي. محکمې داسې مهال دا پرېکړه کړې ده چې د جمعې په ورځ د ټولنیزو رسنیو بله شبکه ټویټر یې هم د ورته مسئلې له کبله څه باندې ۱۱۶۰۰۰ ډالر جریمه کړه.

په روسیې کې په رسنیو باندې د څار اداره وايي چې دوی دغو شبکو ته خبرداری ورکړی چې «ناقانونه» مواد پاک کړي او که یې پاک نکړل، جریمه به یې کړي.

روسیې تېره ورځ وویل چې د ټویټر د سرعت کمولو د مجازاتو موده یې د مۍ تر نیمايي پورې غځولې ده.

د جنورۍ په میاشت کې روسي چارواکو ټولې بهرنۍ ټولنیزې شبکې تورنې کړې چې هغه مواد او ویدیوګانې نه پاکوي چې په کې د حکومت د مخالف سیاستوال ناوالني په پلوۍ د مظاهرو غوښتنې کیږي.

وايي په دې کار سره دا ټولنیزې رسنۍ د روسیې په داخلي چارو کې مداخله کوي. ټویټر تېره ورځ وویل چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له دې لارې سیاسي او غیر قانوني کارونه وکړي.

مسکو تر دې مخکې فیسبوک او ګوګل هم جریمه کړي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...