Home » سیمه او نړی » روسیې او اوکراین ۴۰۰ زندانیان تبادله کړل

روسیې او اوکراین ۴۰۰ زندانیان تبادله کړل

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې مسکو او کیف چهارشنبې د سلواغې ۱۱مه ۴۰۰ بندیان تبادله کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت چهارشنبې د سلواغې ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کیف ۱۹۴روسيي عسکر خوشي کړي دي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د روسیې له خوا ۲۰۷ اوکرایني عسکر  خوشي شوي دي.

روسي رسنیو د یاد هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د مسکو او کیف ترمنځ د بندیانو دا تبادله د متحده عربي اماراتو په مرسته شوې ده.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ له فبرورۍ د اوکراین او روسیې د جګړې له پیله تر دې دمه دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیاتو تر ټولو ستره تبادله بلل شوې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...