Home » سیمه او نړی » روسیه: ۶۰۰ اوکرایني پوځيان مو وژلي

روسیه: ۶۰۰ اوکرایني پوځيان مو وژلي

روسیې ویلي چې د اوکراین د پوځ له لوري یې د خپلو ۸۹ وژل شویو سرتېرو غچ واخیست.

روسیه وايي چې د اوکراین د ختیځ ښار کراماتورسک په مکیوکا کې په اوکرایني سرتېرو مرګوني برید کړی او د روسیې دفاع وزارت په یو بیان کې ادعا کړې چې په برید کې یې څه دپاسه ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي چې په دوو ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو.

د روسیې د دفاع وزارت دا برید غچ اخیستنه بللې ده. د روسیې دفاع وزارت دا نه دي ویلي چې برید دقیقا کله شوی، خو ویلي یې دي چې د روسیې استخباراتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرایماتورسک کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د موقتي ځای پرځای کیدل تایید کړي دي.

په همدې حال کې رویټرز خبري آژانس وايي، چې د روسیې لخوا توغندیزو بریدونو خپلې موخي نه دي ویشتلي او د مرګ ژوبلې کره نښې نه تر سترګو کیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...