په روسیه کې د کرونا ویروس مرکز پرون د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۲مه) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۰ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
په همدې موده کې ۲۴ زره او ۷۰۲ کسان نوي پر کرونا اخته شوي دي.
دغه مرکز ویلي چې روسیې له ۲۰۲۰ کال راهیسې چې کرونا ویروس په دې هېواد کې خپره شوې، داسې یوه ورځ نوه تجربه کړې.
په روسیه کې پر کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر نژدې ۶ میلیونو ته رسیدلی او له ۱۴۴ زرو زیات کسان یې هم له امله مړه شوي دي.
په دې هېواد کې د کرونا ضد ویروس د تطبیق بهیر دوام لري او تر اوسه د دې هېواد ۳۰ میلیونه وګړیو لږ تر لږه د واکسین یوه ستن اخیستې.