Home » سیمه او نړی » روسیه کې د امریکا سفیر روانه اوونۍ مسکو ته ستنیږي
رویداد خبري آژانس
په روسیه کې د امریکا سفیر جان سولیوان

روسیه کې د امریکا سفیر روانه اوونۍ مسکو ته ستنیږي

ټاکل شوې چې په روسیه کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان سولیوان په روانه اوونۍ کې بېرته مسکو ته ستون شي.

سولیوان نژدې دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه له مسکو څخه ووت چې د متحده ایالاتونو او روسیې په اړیکو کې کړکېچ زیات شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرانیس پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) وویل، سولیوان ځکه مسکو ته ستنېږي چې امریکا غواړي د روسیې له حکومت سره د تماس چینلونه پرانیستي وساتي، څو هم د امریکا ګټې خوندي شي او هم له روسیې سره په اړیکو کې کړکېچ ګواښ راکم شي.

له دې مخکې په متحده ایالاتونو کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف هم د جون په شلمه نېټه واشنګټن ته ستون شوی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...