Home » سیمه او نړی » روسیه کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړل شوي

روسیه کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړل شوي

د روسیې د رسنیو چارواکو دې هېواد کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړلي دي.

د ‘Open Media’ او ‘MBKH’ په نوم دغو چینلونو پرون د چهارشنبې ( د زمري ۱۳مه نېټه) په ورځ وویل چې کاروونکي یې د دوی وېب پاڼو ته لاس رسی نه لري.

دوی ویلي، تراوسه یې د چارواکو له خوا هېڅ داسې معلومات نه دي ترلاسه کړي چې وښيي، ولې یې د دوی رسنۍ تړلې دي.

د ازادو رسنیو پر وړاندې د روسیې دا تازه ګام داسې مهال پورته کېږي چې دغه هېواد کې راتلونکې سېپټمبر میاشت پارلماني ټاکنې کېږي.

دا دوه خبري چینلونه د کرملین د منتقد میخایل خودورکوسکي له خوا حمایه کېږي، نوموړی روسیه کې له لس کلن زندان وروسته لندن ته تللی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...