د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هېواد به یې بېلاروس کې خپلې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي.
د روسیې دولتي رسنیو په وینا ښاغلي پوتین دا ګام د امریکا لخوا اروپا کې د خپلو وسلو ځای پر ځای کېدو سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې دا به د اټومي وسلو د نه پراختیا له کنوانسیونه سرغړونه نه وي.
خو هغه دا هم زیاته کړی چې مسکو به د دغو وسلو د کنټرول واک مېنسک ته ونه سپاري.
د بېلاروس رژیم د کرېملین متحد او پر اوکرایین د یرغل ملاتړی دی.
د روسیې ولسمشر د شنبې په ورځ د دغه هېواد دولتي تلویزیون ته ویلي چې د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو له اوږدې مودې راهیسې دغه هېواد کې د تکتیکي اټومي وسلو د ځای پر ځای کېدو موضوع راپورته کوله.
هغه وویل “په دې کې غیر عادي څه نشته. لومړی امریکا له لسیزو راهیسې دا کار کوي. هغوي ډېر پخوا خپلې تکتیکي اټومي وسلې د خپلو متحدو هېوادونو خاورو کې ځای پر ځای کړي.”
پوتین زیاته کړه چې روسیه به د جولای تر لومړۍ نېټې بېلاروس کې د خپلو تکتیکي اټومي وسلو ځای پر ځای کېدو ته د یوه زېرمتون د رغولو چارې بشپړې کړي.
خو هغه دا روښانه نه کړه چې بېلاروس ته به دا وسلې کله ولېږدول شي.
که دا کار کېږي نو دا به له ۱۹۹۰ یمې لسیزې راهیسې لومړی ځل وي چې مسکو تر خپلې خاورې بهر اټومي وسلې ځای پر ځای کوي.