د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف پاکستان ته د سفر پر مهال ویلي چې هېواد به یې د تروېزم پرضد د مبارزې برخه کې د ګډې همکارۍ د پیاوړي کېدو په هدف پاکستان ته پوځي تجهیزات ورکړي.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې څه ډول تجهیزات ؟
سرګي لاوروف پرون چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۸مه نېټه) دا هم وویل چې روسیه او پاکستان به ګډه سمندري او ځمکني پوځي تطبیقات هم ترسره کړي.
ښاغلي لاوروف په دې دوه ورځني سفر کې د افغانستان د سولې خبرو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او په دې هېواد کې یې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي ویلي، هېواد یې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوا د پیاوړي کېدو لپاره چمتو دی چې هغه کې پاکستان ته د ځانګړو پوځي تجهیزاتو ورکړه شامله ده.
ده تر اسلام اباد دمخه هند ته هم سفر وکړ.
په دې سفر کې موافقه وشوه چې روسیه به د پاکستان د کراچۍ او لاهور ترمنځ غځیدلې د ګازو نللیکې په جوړولو کې مرسته کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې هېواد به یې له روسیې د کرونا ضد ۵ میلیونه ډوزه سپوټنیک وې واکسین وپېري.