روسیه به ډېر ژر د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه جوړه کړي.
رویټرز د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې روسیه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمنه ده او هڅه کوي تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
سرچینه کاږي چې روسي چارواکي د ترویکا غونډې د ژر تر ژره جوړېدو په لټه کې دي او هڅه کوي د افغان جګړې د ختمولو لپاره لاره چاره ولټوي.
ټاکل شوې وه چې د ترویکا راتلونکې غونډه د روانې اګسټ میاشتې په ۱۱مه په قطر کې جوړه شي خو په دې اړه د وروستیو تصمیمونو په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي.
بلخوا ټاکل شوې نن د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترویکا راتلونکې غونډه کې ګډون په موخه قطر ته لاړ شي.
بلخوا ویل کېږي چې د روسیې له لوري په جوړېدونکې غونډه کې هند ته دا ځل د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې دوی د افغانستان په تړاو په جوړېدونکو غونډو کې ټولو ښکېلو او اغېزناکو لورو ته د ګډون بلنه ورکوي څو وکړی شي دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي.