د روسیې استازي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې په دغه هېواد کې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور له امله دي.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه غونډه کې د روسیې د پلاوي غړي، روسلان سټروګانوف ادعا کړې چې د امریکا، انګلستان او د ناټو د نورو غړو شل کلن پوځي حضور د افغانستان د هغو ستونزو اصلي لامل دی چې یاد هېواد ورسره مخ دی.
ستروګانوف په دې غونډه کې ویلي چې لویدیځوالو له افغانستان څخه په بیړه تر وتلو وروسته ویجاړي او لوږه پرېښودل او اوس یې پړه په ډېرې بې شرمۍ د افغان چارواکو پر اوږو اچوي او د بشري مرستو رسول له کابل څخه په سیاسي امتیازاتو پورې تړي.
هغه په داسې حال کې چې د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کوله، ټینګار کړی چې مسکو له افغان چارواکو سره په تماس کې دی او له هغوی یې غوښتي چې د یوه ټول شموله نظام د جوړولو لپاره خپل مسوولیتونه ادا کړي.
دغه روسي ديپلومات ویلي چې د مسکو لومړيتوب په افغانستان کې د ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره هڅې دي او په وینا، چې د افغانستان سوله په ټوله سیمه کې د ثبات د ټینګښت لامل کېږي.