روسي او پاکستاني چارواکي وایي په افغانستان کې د سولې او ثبات د تېنګیدو په اړه ګډ نظر لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه کوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون چهارشنبې په ورځ ( د وري ۱۸مه نېټه) په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه هیوادونه د افغانستان په اړه ګډ نظر لري.
ښاغلي لاوروف وویل: “مونږ موافقه وکړه چې باید په افغانستان کې د ښکیلو اړخونو ته د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د ټولشموله سیاسي خبرو په اساس زیاتې اسانتیاوی رامنځ ته کړو. “
سرګې لاوروف پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی او ټاکل شوې هغه پدې سفر کې د پاکستاني چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکو په هکله هم خبرې وکړي.
ښاغلي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره په ملاقات کې په افغانستان کې د جګړې د حل لپاره په سیاسي هلو ځلو هم خبرې اترې کړیدي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره پدې سفر کې د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم ملتیا کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د تګ نه وړاندې هند ته هم تللی و. سرګې لاوروف په نوي ډهلي کې هم پدې خبرې ټینګار کړی و چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په هر ډول سیاسي موافقې کې باید چې طالبان شامل وي.