د نوبل جائزې اداره وايي، روسیه او بېلاروس یې یو ځل بیا د دې جائزې مراسمو ته بللي دي. پروسږ کال د اوکرایین جګړې له کبله دغه دواړه هېوادونه له مراسمو بهر ساتل شوي وو.
ایران ته هم د سویډن پلازمېنه کې د سږ کال مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو پروسږ کال مراسمو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.
نوبل فاونډېشن وايي، هڅه کوي د هغو هېوادونو استازي هم د نوبل جائزې په مراسمو کې شامل کړي، چې د نوبل جائزې ارزښتونه نه تائیدوي.
د سویډن پارلمان یوې غړې کارین کارلسبرو بیا د سږ کال مراسمو ته بلنې ‘خورا نامناسبې’ بللې دي. د کډوالۍ ضد سویډن دیموکراتانو ګوند مشر جیمي اکیسون هم دې مراسمو ته بلل شوی، خو دی وايي، مصروفیتونه یې ډېر دي او نه شي کولای ګډون پکې وکړي.
د یادونې ده، چې د نوبل جائزې له شپږو پنځه مراسم په سټاکهولم کې ترسره کېږي او د سولې نوبل جائزې مراسم بیا په اوسلو کې کېږي.