Home » افغانستان » روسیه: امریکا د ا.ا.ا له مخالفانو سره اړیکې ټینګوي

روسیه: امریکا د ا.ا.ا له مخالفانو سره اړیکې ټینګوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، واشنګټن د ا.ا له مخالفانو سره د اړیکو په ټینګولو تورنوي. کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا د افغانستان د اسعاري شتمنیو له کنګلولو سره د باج اخیستو په لټه کې ده. دغه روسي چارواکي زیاته کړې چې مسکو په دې اړه اطلاعات ترلاسه کړي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت بیا د ضمیر کابلوف د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، ا.ا هېڅ هېواد ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

له بل لوري د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی پر دې باور دی چې، واشنګټن د افغانستان د شتمنیو له کنګلولو سره له سرپرست حکومته د باج اخیستنې په لټه کې دی.

د کابلوف د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو څو میاشتو به د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په تړاو څو غونډې جوړې شي او په وینا یې له افغان ولس سره مرستې به د دغو غونډو یوه برخه وي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...