د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین ویلي، د امریکا او بریټانیا استخباراتي ادارې د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر دا څرګندونې په بشکک کې د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته مطرح کړې دي.
هغه وويل: «په وروستيو کلونو کې له افغانستان څخه د امريکايانو له شرموونکې تښتې سره سره د بريتانيا او امريکا استخباراتي سازمانونو له ځمکې لاندې تروريستي ډلو سره همکاري نه ده پرې کړې چې نه يوازې افغانستان، بلکې ټوله منځنۍ اسیا بې ثباته کوي.»
ناریشکین د القاعده او داعش په څېر ترهګریز سازمانونه د امریکا او بریټانیا د استخباراتي ادارو لخوا وبلل او زیاته یې کړه چې استخباراتي ادارې له دغه ډول ترهګرو سازمانونو ګټه اخلي.
ناریشکین وویل: “سوریه تر ټولو ښکاره بېلګه ده، خو دا په هېڅ صورت یوازینۍ قضیه نه ده او افغانستان له دې سیمې ډېر زیان لیدلی دی.”
د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د امنیتي چارواکو غونډه پرون د قرغزستان په مرکز بشکک ښار کې جوړه شوه.
د قرغزستان د ملي امنیت د کمیټې مشر هم په دې غونډه کې د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ترهګرو ډلو د دغه هېواد په شمالي ولایتونو تمرکز کړی دی.