د روسيې سپوټنيک اژانس د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په افغانستان کې وروستيو سياسي تحوولاتو يې د هېواد ملي امنيت له متعددو ګواښونو سره مخ کړی دی.
دا څرګندونې د روسيې ملي امنيت سلاکار مرستيال الکساندر ونديکتوف نن سېشنبه د روسي علومو په نوم يوه اکاډمۍ کې کړې دي. نوموړي ويلي دغه تهديد له سيمې ډېر د روسيې ملي امنيت ته متوجه دي او اړتيا ده چې دغه تهديدات رفعه شي.
ونديکتوف ويلي چې په دې تهديداتو کې ترهګري، افراطيت، د نشهيي توکو قاچاق، کډوالي او د وسلو ناقانونه سوداګري شامله ده.
د روسي چارواکو دې تازه څرکندونو په تړاو تر اوسه اسلامي امارت څه نه دي ويلي خو له دې وړاندې يې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته خطر نه متوجې کېږي.