Home » سیمه او نړی » روسي ځواکونو په ماريوپول کې د ازوسټال پر پولادو فابريکې بشپړ واک ترلاسه کړ

روسي ځواکونو په ماريوپول کې د ازوسټال پر پولادو فابريکې بشپړ واک ترلاسه کړ

د روسيې دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراين په مهم بندري ښار ماريوپول کې يې د پولادو عمده فابريکه نيولې او ولکه يې پرې ټينګه کړې ده.

د روسيې دفاع وزارت وياند اېګور کوناشينکوف پرون جمعه د (غويي په ۳۰مه) يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دا فابريکه وروسته له هغې ونيول شوه چې په کې اېسارو ۵۳۱ تنه اوکرايني سرتېرو ځان تسليم کړ.

نوموړي ويلي چې روسي ځواکونو په ماريوپول کې ډېر پرمختګ کړی او د ياد پرمختګ په جريان کې زرګونه اوکرايني سرتېرو وسله اېښې او تسليم شوي دي.

خو اوکراين بيا د خپلو پوځيانو د تسليمۍ خبره ردوي او برعکس په ياده سيمه کې د خپل پرمختګ ادعا کوي. د اوکراين پوځ ويلي، چې په ماريوپول کې يې روسي پوځيان په شا کړي او خپله د کنټرول ساحه يې پراخه کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...