Home » اقتصادی » روسيې د تورې بحيرې له لارې د غنمو صادراتو هوکړې ته د ورګرځېدو اعلان وکړ

روسيې د تورې بحيرې له لارې د غنمو صادراتو هوکړې ته د ورګرځېدو اعلان وکړ

په داسې حال کې چې روسيه له لنډې مودې راهيسې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د تورې بحيرې له لارې د اوکراين د غنمو صادرولو په اړه له شوې هوکړې وتلې وه، تازه يې يادې هوکړې ته د بيا ورګرځېدو اعلان کړی دی.

د روسيې سپوټنيک اژانس د دې هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې هېواد به يې د تورې بحيرې له لارې د اوکراين غمنو د صادرولو په اړه شوې هوکړې ته ژمن وي او عملي کوي به يې.

له دې يوه ورځ وړاندې اوکراين ويلي و، چې له يادې هوکړې د روسيې په وتلو سره به يو وار بيا له اوکراين څخه د غنمو د صادراتو کچه صفر شي او په دې توګه به په نړۍ کې د غنمو رامنځته شوي قهطي سخته شي.

د روسيې دفاع وزارت ويلي، چې له يادې هوکړې د روسيې وتل د لنډ مهال لپاره و او په بېرته ورګرځېدو سره به د يادې هوکړې ټولو اړخونو ته ژمن وي.

ملګرو ملتونو او يو شمېر نورو هېوادونو هم پر روسيې غږ کړی و، چې د تورې بحيرې له لارې د غنمو صادراتو په اړه کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...