اوکرايني چارواکو خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د دې هېواد په ختيځ کې پر دونباس سيمه بريدونه پيل کړي او د چارواکو په خبره په دې بريدونو کې درنې وسلې کاروي.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي هم د دغه هېواد پر ختيځ د روسي ځواکونو بريدونه تائيد کړي او له خپلو لوېديځ متحدانو يې يو وار بيا د يادو بريدونو د دفعه کولو په موخه د وسلو مرسته غوښتې.
نوموړي ټينګا کړی، که له اوکرايني ځواکونو سره د وسلو په برخه کې مرست ونه شي، نو د دې هېواد په ختيځ کې د روسيې له لوري د زياتو وېجاړيو او مرګ ژوبلې رامنځته کېدو احتمال شته.
روسي ځواکونه داسې مهال تازه د اوکراين پر ختيځ بريدونه کوي چې د پلازمېنې کېف له څنډو په شا شوي دي.
په داسې حال کې چې روسيې له اوکراين سره د وسلو د مرستې په اړه امريکا او اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی؛ خو سربېره پر دې هم امريکا اعلان کړی چې د وسلو د مرستې يوه بسته يې د اوکراين پولو ته رسېدلې ده.