د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمري کابلوف خبر ورکړی، چې روسيې د ابتکار په توګه د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفه معاف او صفر ته يې رسولي دي.
نوموړي دا خبر د افغانستان په تړاو د تاشکند کنفرانس ته د خبرو پرمهال ورکړی او ويلي يې دي، روسيه پوهېږي چې د افغانستان په اړه اوسنۍ هڅې کافي نه دي او له همدې کبله له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزو همکاريو زياتوالي ته ژمنتيا وښوده.
کابلوف په افغانستان او سيمه کې په کافي توګه غلې او نفتو ته لاسرسی مهم بحث بللی او زياته کړې يې ده، چې روسيه به په دې اړه له خپلو سيمهييزو شريکانو سره بحثونو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې نوموړي د امريکا له لوري د افغانستان بانک د شمتنۍ کنګلولو او دغه راز پر افغانستان د وضعه شوو اقتصادي بنديزونو لرې کولو په اړه د سرپرست حکومت له دريځ ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې روسيه د افغانستان د شتمنۍ ازادولو غوښتونکې ده.
کابلوف زياته کړې، چې پر افغانستان د يادو بنديزونو وضعه کېدل د دې سبب شوي څو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالب ځواکونو وړتيا کمزوري شي.
نوموړي دې موضوع ته په پام سره څرګنده کړې، چې روسيه په سيمه کې د هر زار مثبت کار ترسره کولو ته د امکان په صورت کې چمتوو ده.