روسيې او اوکراین (شنبې د وږي ۳مه) د عربي متحده اماراتو په منځړیتوب ۱۱۵ جنګي بندیان له یو بل سره تبادله کړي دي.
د راپورونو له مخې، دا د اګسټ په شپږمه د اوکراین لخوا د روسیې په کورسک سیمه د حیرانونکي برید څخه تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ د بندیانو لومړۍ تبادله ده.
ویل شوي چې په کورسک دا برید له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې له بهرني هېواد څخه په روسیه برید کېږي او د روسیې د دفاع وزارت د وینا له مخې تبادله شوي روسي نظامیان په کورسک سیمه کې نیول شوي وو.
د رویټرز د راپور له مخې، خوشې شوي روسي بندیان اوس په بلاروس کې دي، او روسیې ته له راتګ وروسته به یې درملنه وشي.
په ورته وخت کې د روسیې د دفاع وزارت د نیول شویو کسانو د تبادلې په برخه د عربي متحده اماراتو له منځګړیتوب څخه هرکلی کړی دی.
د اوکراین ولسمشر، ولادمیر زیلینسکي له اوکرایني بندیانو سره یوځای د خپل هېواد بیرغ خپور کړی او زیاته کړې یې ده چې هغوی له سرحدي ځواکونو، ملي ګارډ، سمندري او ځمکنيو ځواکونو څخه دي.
نوموړي له هغو خواخوو هرکلی کړی چې د اوکرایني ځواکونو د خوشي کول یې ممکن کړي دي.