Home » سیمه او نړی » روسيې اوکراین کې د وژل شويو سرتېرو لپاره د وير مراسم نيولي وو

روسيې اوکراین کې د وژل شويو سرتېرو لپاره د وير مراسم نيولي وو

د روسیې په سامارا سیمه کې ځايي اوسېدونکي پرون د هغو محلي سرتېرو د ویر لپاره راټول شوي وو، چې په اوکراین کې وژل شوي وو.

دغه سرتېري تر ټولو خونړۍ دفاعي حملو کې وژل شوي، چې مسکو یې ملامتي پر خپلو سرتېرو اچولې او وايي دوی خپل ټلیفونونه کارول، چې ښايي اوکراین یې په مرسته د دوی د ځای په تثبیت کې کار اخیستی وي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شنبه ۸۹ تنه روسي سرتېري هغه وخت ووژل شول، چې اوکراین په دونیستک سیمه کې د مسکو تر کنټرول لاندې میکایفکا ښارګوټي باندې د توپونو حملې وکړې.

د اوکراین پوځ بیا ادعا کوي چې په دې حمله کې د روسیې ۵۰۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...