روسي چارواکو د امريکا هغو متحدانو ته چې په ټولو مسايلو کې پر نوموړي هېواد ځانګړی باور کوي په خطاب کې ويلي، چې دا هېوادونه دې پر امريکا د باور په برخه کې د افغانستان له تجربې درک وکړي.
د روسيې د ملي امنيت شورا د سلاکار مرستيال راشېد نورګاليف پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) ويلي، افغانستان کې د امريکا د سياستونو له امله رامنځته شوی وضعيت ټولو هغو هېواودنو لپاره يو ښه درس کېدای شي، چې پر نوموړي هېواد باور کوي.
نوموړي ويلي، چې امريکا په افغانستان کې ډېر څه ګډوډ او له ستونزو ډک پرېښودل. نورګاليف زياته کړې، چې امريکا دا ټولې ستونزې په دې موخه پر ځای پرېښودې، چې د افغانستان په شمول د سيمې هېوادونه هم په کې بوخت وساتي.
راشېد نورګاليف ويلي، چې دامهال د امريکا له لوري پر ځای د پرېښودل شوو ټولو ستونزو بار د افغانستان او سيمې هېوادونو پر اوږو دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې د ګډو ګټو هېوادونه د امريکا دې سياست ته متوجه شوي او هېڅکله به هم دا اجازه ور نه کړي چې امريکا دې يادو هېوادونو ته نږدې، بيا خپل نظامي وسايل ځای پر ځای کړي.