په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر په ۲۰مه روسيه د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ د غونډې کوربهتوب وکړي، د دې ترڅنګ يې داسې هڅې هم پيل کړي څو د ملګرو ملتونو په ملاتړ او همکارۍ، د افغانستان په اړه يوه نړيوال کنفرانس رابللو ته لار هواره کړي.
دا څرکندونې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف پرون سېشنبه د (تلې په ۲۰مه) په قزاقستان کې کړې دي. نوموړي ويلي چې مسکو فارمټ په غونډه کې به د ياد کنفرانس د جوړولو په اړه هم بحث وشي.
لاوروف زياته کړې چې روسيه تر دې مهال د مسکو فارمټ په غونډه کې د طالبانو په شمول د غړيو هېوادونو له لوري د ګډونو يقيني کولو په تمه ده او هيله يې څرګنده کړې چې دا غونډه به د افغانستان ستونزې په حل کې مؤثره وي.
د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ زېږديز کې د افغانستان سولې او ثبات په اړه د بحث لپاره جوړ شو چې د افغانستان په شمول روسيه، چين، پاکستان، ايران او هند يې غړي هېوادونه دي.
د دغه فارمټ راتلونکې غونډې ته طالبان هم بلل شوي او د ګډون په صورت کې به يې دا لومړی ځل وي چې دا ډله په ياده غونډه کې د افغانستان رسمي استازولي وکړي.