د روسيې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د اوکراين په ماريوپول ښار کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې او په ترڅ کې يې روسي ځواکونه د پرمختګ په کولو توانېدلي دي.
د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې د يادې جګړې په ترڅ کې ۲۶۵ تنه هغه روسي سرتېري ورته تسليم شوي، چې له مودي راهيسې د ماريوپول په ازوسټال سيمه کې تر محاصرې لاندې وو.
دې وزارت زياته کې چې د جګړې پرمهال ۵۱ تنه اوکرايني سرتېري سخت ټپي شوي هم دي او د پاتې سرتېرو له تسليمېدو وروسته، ټپيان په ډونيڅک سيمه کې يوه روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ماريوپول کې روسي او اوکرايني ځواکونه تل يوه او بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو او د خپل پرمختګ ادعاوې کوي؛ خو پرون داسې راپورونه خپاره شول چې په سيمه کې د اوکراين محاصره سرتېري له تسلېدو وروسته له سيمې څخه ايستل شوي دي.