Home » سیمه او نړی » روسيه: د اوکراين ماريوپول ښار په بشپړه توګه تصفيه او نيول شوی

روسيه: د اوکراين ماريوپول ښار په بشپړه توګه تصفيه او نيول شوی

د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراين مهم ماريوپول ښار يې په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوستی او دا مهال د ياد ښار په ټولو نقظو کې روسي سرتېري ميشت شوي دي.

د روسيې دفاع وزارت وياند اېګور کوناشينکوف ويلي، چې په نوموړي ښار کې اوکرايني ځواکونو ته د ضرب‌العجل له ورکولو وروسته، ډېری سرتېرو خپله وسله پر ځمکه اېښې او له همدې کبله يې سرتېري وتوانېدل چې پر ماريوپول بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

نوموړي ويلي چې په دې ښار کې د اوکراين محدودو سرتېرو د ژوندي پاتې کيدو لپاره يوازېنی غوراوی، پر ځمکه د وسلې اېښودل و.

تر اوسه په دې ښار کې د شديدې جګړې او مرګ ژوبلې په تړاو تائيد شوي راپورونه نه دي ورکړل شوي. خو اوکرايني چارواکو بيا خبر ورکړی چې پلازمېنې کيف ته څېرمه يې د ۹سوه تنو مړه جسدونه موندلي دي.

پوليسو ويلي، ياد موندل شوي کسان چې اکثره يې ملکي وګړي دي، د روسي ځواکونو له لوري په جګړه کې په نښه او وژل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...