روسي چارواکو خبر ورکړی، چې يوازې په تېرو څو ورځو کې د روسي ځواکونو له لوري لسګونه زره اوکراينيان د جګړې له بېلابېلو سيمو څخه ايستل شوي دي.
د روسيې د ملي دفاع د کنټرول مرکز ويلي، د جګړې له سيمو څخه د ايستل شوو اوکراينيانو شمېر ۳۰ تنه دي چې ۵زره ماشومان هم په کې شامل دي.
دې مرکز زياته کړې، چې د ياد شمېر کسانو په ايستلو کې اوکرايني چارواکو همکاري نه ده شامل او يوازې د روسي ځواکونو له لوري له جګړهييزو سيمو تر را ايستلو وروسته، سيده روسيې ته لېږدول شوي دي.
بل خوا اوکرايني چارواکو ويلي، چې روسي ځواکونه د اوکراين پر نورو سيمو د بريد کولو هوډ لري او د دې کار لپاره يې چمتووالی هم پيل کړی دی.
خو روسي چارواکو بيا د اوکرايني چارواکو دې تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.