Home » افغانستان » روسيه: امريکا له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې د پوځي اډې جوړولو هڅه کوي

روسيه: امريکا له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې د پوځي اډې جوړولو هڅه کوي

روسي چارواکو خبر ورکړی، چې امريکا د وضعيت څارنې او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په دې هڅه کې دی څو افغانستان ته نږدې پوځي اډه جوړه کړي.

دغه څرګندونې د روسيې د ولسمشر ملي امنيت سلاکار نيکولای پاتريشوف په تاشکند کې د شانګهای همکاريو سازمان غونډې ته کړي دي. د نوموړي په خبره، امريکا دا کار ظاهرا د وضعيت څارلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه ياد کړی دی.

پاتريشوف زياته کړې، چې د سيمه‌ييزې همکارۍ تر عنوان لاندې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د امريکا په مشرۍ په تاجکستان کې د احتمالي ګډو پوځي تمريناتو ترسره کول هم په دې موخه دي، څو امريکا د افغانستان په ګاونډ کې د پوځي اډې جوړولو ته لاسرسی پيدا کړي.

نوموړي ويلي، د امريکا په باور دغه پوځي اډه به په منځنۍ اسيا کې وي او د لنډمهال لپاره د ترهګرۍ ضد فعاليتونو کې فعاليت ولري.

خو پاتريشوف په خبره، روسيه دا مهال د يادې اډې پر ارزولو او دغه راز په تاجکستان کې د احتمالي ترسره کېدونکو ګډو پوځي تريمنات ارزونه کوي.

دغه احتمالي ګډ پوځي تمرينات، چې د امريکا په مشرۍ ترسره کېږي په کې به د تاجکستان، ازبکستان، قرغيزستان، پاکستان، قزاقستان او منګوليا پوځيان برخه ولري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...