Home » سیمه او نړی » رنا ثناءالله: پاکستان کې د خلکو ورک کېدل د حکومت لپاره د شرم خبره ده

رنا ثناءالله: پاکستان کې د خلکو ورک کېدل د حکومت لپاره د شرم خبره ده

د پاکستان کورنيو چارو وزير رنا ثناءالله اعتراف کړی چې په دې هېواد کې لا هم د خلکو بې درکه کېدل دوام لري او دا کار د پاکستان حاکم حکومت لپاره د شرم وړ خبره ده.

نوموړي دا څرکندونې په کراچۍ کې خبريالانو ته کړي دي. هغه ويلي، د دې پر ځای چې حکومت خلک د قانون تطبيق په موخه عدالت ته ورکش کړي، خو برعکس اوس هم په ډېرو ښارونو کې خلک بې درکه کېږي او له بې‌درکۍ څو ورځې وروسته يې مړه جسدونه موندل کېږي.

رنا ثناءالله زياته کړې، حکومت ته په کار دي چې بې‌درکه شوي کسان پيدا کړي او په خبره يې که داسې ونه وکړي، نو په دې مانا ده چې له خپل مسووليت غافل دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې تر خپلې وسې به د بې‌درکه کسانو په بيا موندلو کې هڅه وکړي او زياتوي، چې په دې کار کې ککړ کسان د پاکستان له قانون سرغړونه کوي او مجرم دي.

خو په پښتونخوا، قبايلو او بلوچستان کې د بشري حقونو فعالان تور پورې کوي، چې د خلکو بې‌درکه کولو تر شا د پاکستان استخباراتي اداره يا ISI ولاړه ده او په خبره يې معمولا هغه پښتانه او بلوڅ فعالان بې درکه کوي، چې د خپلو حقونو په موخه غږ اوچتوي او د خلکو د ويښولو لپاره مبارزه کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...