د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد په ډاګه ويلي، هغه وسلهوال طالبان چې په افغانستان کې جګړه کوي کورنۍ يې په پاکستان کې دي او همدلته اوسې..
نوموړي دا څرګندونې له جيونيوز ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې کړې دي. رشيد په خپلو خبرو کې دا هم ويلي، نه يوازې دا چې وسلهوال طالبان له خپلو کورنيو سره په پاکستان کې اوسې، ترڅنګ يې د هغو ټپيانو درملنه هم د پاکستان په روغتونونو کې کېږي چې په افغانستان کې د جګړې پرمهال ټپي شوي وي.
د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي چې د افغان طالبانو ډېری هغه يې په مروت، کوز دیر، بارکو او ترنول کې دي مېشت دي.
نوموړي وړمه ورځ د (چنګاښ په ۵مه) رسنيو ته ويلي وو چې له وسلهوالو طالبانو يې هيله ده، څو نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خلکو او د دغه هېواد خاورې ته د ضرر رسولو لپاره پرې نهږدي.
دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د کورنيو چارو وزير تر کچې چارواکی په دغه هېواد کې د طالبانو د ميشتېدنې او د يادې ډلې د ټپيانو د درملنې په اړه په وضاحت سره پخلی کوي.
د طالبانو او پاکستان د همکاريو په اړه د پاکستاني چارواکو له څرګندونو وروسته څو ورځې وړاندې پاکستانيانو په ټولنيزو رسنيو کې (طالبان زمونږ ساتونکي دي) ټرېند وکاروه.