امریکا غږ انګلیسي برخې په یوه راپور کې ویلي چې په بلوچستان، وزیرستان، پېښور او د پاکستان په ځينو لویو ښارونو کې کې لا هم په جوماتونو، فابریکو او شرکتونو کې د طالبانو لپاره چندې او مالي مرستې ټولېږي او فرضي کرښې ته څېرمه دوی ته مالي امکانات برابرېږي.
په دغه راپور کې راځي چې طالبان په دې پیسو په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوي خو پاکستانی حکومت یې پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه کوي.
سرچینه همدا راز وایي چې یوازې پاکستان نه، بلکې په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د دغه چنده ټولولو دود شته دی.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان په جوماتونو کې د طالبانو لپاره چندې ټولېږي او دا پیسې دلته په جګړو لګول کېږي، خو پاکستاني لوری ورته ادعاوې نه مني. افغان حکومت هم په ځلونو پر دغه ډول کړنو اندېښنه ښودلې ده.