د پاکستان د کرکټ مخکېنی لوبغاړی او مبصر رامیز راجا اټکل کوي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکولای شي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ په سپټمبر کې درې پنځوس اوریزې او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي.
رامیز راجا نن په یوه وېډیو کې چې د یوټیوب له لارې یې خپره کړې ده ویلي، دا به حیرانوونکې نهوي چې افغانستان چې د کرکټ سابقهیې ډېره کمه ده، د پاکستان په شان لوبډلې ته چې اوږده سابقه او تجربه لري، ماتې ورکړي.
په وروستیو کې د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي ډېر ځلېدلي دي.
رامیز راجا وايي چې پاکستانیانو د حضرتالله ځاځي په شان د افغانستان ځیني نور تکړه لوبغاړي لا لیدلي نهدي.