د افغانستان کرېکټ ملی لوبډلې پیاوړی او نوموتي لوبغاړي راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې تازه ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.
نوموړی په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ د مخکښ وېکټ اخېستونکي مقام ترلاسه کړ چې تر دې وړاندې دا مقام د وېسټ انډیز لوبډلې له پیاوړي الراونډر دیون براوو سره و.
راشدخان تر دې مهال په ټولو (۴۶۱ )شل اوریزو سیالیو کې ۶۳۳ ویکټې ترلاسه کړي دي چې دا د کرکټ په دګر کې د پام وړ دي.
وېسټ انډیزي لوبغاړي بیا ۶۳۱ویکتي ترلاسه کړې وې چې خان یې ریکارډ مات کړ.
راشدخان د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر دی او په دې فارمټ کې د نړۍ له یوه نایابه لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.
افغان کرکټ بورډ هم د نوموړي د لاسته راوړنه ستایلې او هغه ته یې د لا بریا هیله کړې ده.
کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک لیکلي دي: “ راشدخان دی چې ځلیږي!!
د افغان کرکټ ځلانده او افسانوي لوبغاړی او په ۲۰ اوریزه بڼه کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان دا دی د شل اوریزې بڼې د نړۍ د مخکښ وېکټ اخېستونکي مقام هم خپل کړ. نوموړي تر دې مهاله تر ټولو ډېرې ۶۳۳ ویکټې ترلاسه کړې او دا شمېره به لاهم پسې لوړېږي او لا ډېر ویاړونه به د افغانستان په نوم کوي.”
په ټولنیزو پاڼو کې هم د کرکټ مینوالو او مبصرینو د نوموړي یاد ریکارډ د پام وړ بللی دی او نوموړي ته هیلهمند دي چې نور ریکارډونه به هم په خپل نوم کوي او هېواد ته به ویاړ راوړي.