د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) سيالۍ د اګست په ١٩مه نېټه پيل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې ټرينباګو نايټ رايډرز د ګيانا امازون واريرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې بارباډوس ټريډينټس د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريوټس لوبډلې ته ماتې ورکړه.
نوين الحق چې د واريرز لوبډلې لپاره لوبېږي، ٢ ويکټې ترلاسه کړې، همدا راز راشد خان چې د ټريډينټس لپاره لوبېږي ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، چې لوبډله يې هم بريالۍ شوه.
په لومړۍ لوبه کې ګيانا امازون واريرز لومړى توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ١٧ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٤ منډې وکړې، شيمرون هيټماير ٦٣ ناسوځېدلې او راس ټېلر ٣٣ منډې وکړې.
د ټرينباګو نايټ رايډرز له لوري سنيل ناراين ٢، علي خان، جايډن سيلس او ډواين براوو ١-١ ويکټ واخيسته.
د ١٤٥ منډو هدف د رايډرز لوبډلې په ١٦.٤ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٤ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري سنيل ناراين ٥٠ او ډواين براوو ٣٠ منډې ترلاسه کړې.
د واريرز له لوري نوين الحق او عمران طاهر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز کيمو پاول او روماريو شيفرډ هم ١-١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سنيل ناراين ته ورکړل شوه.
دويمه لوبه کې بارباډوس ټريډينټس لومړى توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٣ منډې وکړې. جېسن هولډر ٣٨، کيلي مايرز ٣٧ او راشد خان په ٢٠ توپونو ٢٦ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.
د پېټريوټس له لوري سهېل تنوير، شيلډون کوټرېل او راياد ايمرټ ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ١٥٤ منډو د هدف په تعقيب کې د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريوټس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ منډې وکړې، چې د ٦ منډو په توپير يې له واريرز څخه لوبه وبايلله.
د دوى له لوري جوشوا ډي سلوا ٤١ ناسوځېدلې او بين ډنک ٣٤ منډې وکړې.
د ټريډينټس له لوري بيا راشد خان او مچل سانتنر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مچل سانتنر ترلاسه کړه.