د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان پرون ( چهارشنبې د لیندۍ ۱۴مه) په طبي برخه کې د افغان نجونو د زده کړو پر بندیز خواشیني څرګنده کړې ده.
راشدخان زیاته کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو انځورونه او خپګان لیدل ډېر دردوونکي دي.
راشد خان ويلي: “لکه څنگه چې د یو هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کېږي، همداراز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.”
خان له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې پخپلې دې پرېکړې دې بیا کتنه وکړي او د اسلامي اصولو په رڼا کې دې ښځو او نجونو ته د تعلیم کولو اجازه ورکړي.