Home » سپورټ » راشد خان د هند په سوداګریز لیګ کې رېکارډ جوړ کړ
راشدخان
راشدخان

راشد خان د هند په سوداګریز لیګ کې رېکارډ جوړ کړ

د افغانستان کرېکټ د شل اورېزه سیالیو لوبډلمشر راشد خان تېره شپه د هند په سوداګریز لیګ کې د یوې ویکټې په ترلاسه کولو سره ۱۵۰ ویکیټي پوره کړې او د ځان لپاره یې ریکارډ جوړ کړ.

راشدخان په دې لیګ کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي او خپله لومړۍ لوبه یې د پنجاب کینګز لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

لومړۍ توپوهنه د پنجاب لوبډلې وکړه چې د پنځو لوبغاړو په زیان سره یې ۲۴۳منډې وکړې چې په ځواب کې د ګجرات لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان سره ۲۳۲منډې وکړې او سیالي یې د ۱۱ منډو په توپیر وبایلله.

خان لومړی افغان لوبغاړی شو چې د هند په سوداګریز لیګ کې په دومره چټکۍ سره ۱۵۰ منډې پوره کوي.

د یادونې وړ ده چې تر راشدخان وړاندې درېیو نور لوبغاړو، لاسیټ ملنګا، چاهال او جسپیټ بومبرا د ۱۵۰ویکټو ویاړ له ځان سره لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغان لوبډله

د کرکټ ملي لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ...