Home » افغانستان » راس ویلسن: د بین الافغاني خبرو زر پیل لپاره د زمینې برابرولو غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس
راس ویلسن

راس ویلسن: د بین الافغاني خبرو زر پیل لپاره د زمینې برابرولو غوښتنه کړې

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر د بين الافغاني خبرو ژر پيل لپاره د زمینې برابرولو غوشتنه کړې.

 د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف سره د سولې، سیاسي توافقنامې او ځینو نورو مسایلو په اړه خبري کړي دي.

ویلسن له ولسمشر کرزي او عبدالرب رسول سیاف مننه کړې چې د سیاسي تفاهم فرصت یې برابر کړ.

دوی د افغان حکومت له مشرانو غوښتي څو د بندیانو تبادله ژر تر ژره بشپړه کړي او د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي ویلسن وايي اوس د دې وخت دی چې بین الافغاني خبرې پیل شي.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې افغان چارواکو ویلي د طالبانو هغه بندیان نه خوشې کوي چې حق العبدي مسایل ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...