Home » افغانستان » راتلونکې چهارشنبه د سيمې هېوادونه هند کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

راتلونکې چهارشنبه د سيمې هېوادونه هند کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

ټاکل شوې چې راتلونکې چهارشنبه د روانې نومبر په ۱۰مه، ګاونډي او د سيمې هېوادونو استازي په نوي ډهلي کې سره جرګه او د افغانستان موجوده وضعيت په تړاو به بحث وکړي.

هندي رسنيو راپور ورکړی چې په غونډه کې به د سيمې هېوادونه د افغانستان په اړه خپلې پراخېدونکې اندېښنې شريکې او د لېوالتياوو په صورت کې د خپلو راتلونکو اقداماتو په موخه به له يوه او بل سره سلا مشورې وکړي.

د راپورونو له مخې په دې غونډه کې له پاکستان پرته روسيې، ايران، تاجکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ګډون کولو ډاډ ورکړی دی.

که څه هم د هند په کوربه‌توب د افغانستان په اړه دې غونډې ته د طالبانو استازي نه دي وربلل شوي، خو اسلامي امارت تمه ښودلې چې له افغانستان سره د همکاريو په اړه به په کې مثبتې پرېکړې وشي.

د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د هند په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړ او زياته يې کړه چې د هند په کورته‌توب په ياده غونډه کې ګډون نه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...