ټاکل شوې چې دوې ورځې وروسته افغانستان ته د بشري مرستو د جلبولو په موخه د برېتانيې، جرمني او ملګرو ملتونو په کوربهتوب د جېنوا غونډه ترسره شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا نن سېشنبه د (وري په ۹مه) ويلي، ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د جېنوا دا ناست د پنجشنبې په ورځ د (وري په ۱۱مه) ترسره شي.
د ياد دفتر د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې اوسني اقتصادي او بشري وضعيت ته په پام سره دې هېواد ته د بشري او اقتصادي مرستو جلبول، د يادې غونډې د اجنډا مهم ټکی دی.
د افغانستان په تړاو د جېنوا راتلونکې غونډې مشري د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش کوي. په دې غونډه کې د بحث تمرکز پر دې دی چې په افغانستان کې مرستو ته خلکو بې سارې اړتيا ته څه ډول رسېدنه وشي؟ او له دې هېواد سره د بشري مرستو د دوام لپاره نړيوال شريکان خپلې ژمنې تازه او عملي کړي.
د نړيوالو بنسټونو د مالوماتو له مخې، دامهال په افغانستان کې ۲۴ميليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا لري او له ډلې يې ۹ ميليونه هغه بيا د کافي خوړو له نشتوالي سره مخ دي.