Home » افغانستان » راتلونکو څو ورځو کې د قوشتېپې د اوبو کانال کيندنې عملي کارونه پيلېږي

راتلونکو څو ورځو کې د قوشتېپې د اوبو کانال کيندنې عملي کارونه پيلېږي

چارواکو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد په شمال کې د قوشتېپې د اوبو کانال عملي چارې پيل او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د چارواکو په خبره، د کانال دې لويې پروژې په تطبيق سره به په شمال کې ميليونونه جرېبه ځمکه چې دامهال د اوبو له نشتوالي سره مخ ده حاصل نه شي ورکولی، خړوبه شي.

د قوشتېپې کانال د هېواد په کچه يو له لويو پروژو څخه ده، چې د بلخ له کلدارې ولسوالۍ څخه پيل او د فارياب تر ميمنې ښار رسدلی دی. دغه کانال ټول‌ټال ۲۸۵ کيلومټره اوږدوالی لري.

ټاکل شوې چې د يادې پروژې په تطبيق سره به په دې ولايتونو کې درې نيم ميليونه جرېبه ځمکه خړوب شي او په دې توګه په شمالي ولايتونو د کرنيز محصولاتو اندازه هم په مراتبو لوړه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...