د امريکا پخواني دفاع وزير رابرټ کېټس د فغانستان اوسني وضعيت په تړاو د اندېښنې په څرکندولو سره ويلي، د دې احتمال شته چې افغانستان د طالبانو حکومت تر سيورې لاندې پر يوه ترهګريز دولت بدل شي.
نوموړي له CBS News ټلوېزيون سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، طالبانو له دې هېڅ انکار نه دی کړی چې له القاعده سره اړيکې نه لري او يا يې هم په افغانستان کې د قدرت نيولو لپاره جګړه نه ده کړې.
د رابرټ ګېټس په خبره، په داسې حال کې چې دامهال ځيني نور هېوادونه هم په افغانستان کې رول لوبول غواړي، نو که امريکا د مالي او نورو بنديزونو لارې پر طالبانو فشار راوړي، دا ډله به د چين، ايران او روسيې په څېر هېوادونو ته د مرستې غوښتنې په موخه مخ ور واړوي.
نوموړي زياته کړې، شنونکي باور لري چې طالبانو د اقتصادي همکاريو د جلب او دغه راز په نړيواله تولنه کې د خپل حکومت د مشروعيت په موخه ايډيالوژيک بدلون کړی، خو په خبره يې داسې ښکارې چې دې ډلې د تاوتريخوالي او خپلو قوانينو له کمولو پرته هېڅ تغير نه دی او ښايي د چين او ورته نورو هېوادونو پر مټ خپلو دې موخو ته و هم رسېږي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کړې چې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته داعش ډلې په کابل، کندز، ننګرها او کندهار کې متعدد خونړي بريدونه ترسره کړل او دې بريدونو له عامو خلکو سره د امنيتي وضعيت په اړه بيا له سره اندېښنې پيدا کړې.