د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي وايي، په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات په موخه اړينه ده چې دغلته د ټول اقشارو له لوري يو ټولګډونه حکومت رامنځته شي.
نوموړي دا څرکندونې پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۲۹مه) د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لېدنې پرمهال کړې دي. د ايران د ولسمشر دفتر د اطلاعاتو مرکز د يادې لېدنې په اړه په يوه خپره کړې اعلاميه کې د رئيسي په حواله ويلي، په افغانستان کې د دايمي امنيت په موخه يوازېنۍ حل لار د يوه داسې حکومت رامنځته کول دي چې، د دغه هېواد ټول قومونه په کې ګډون ولري.
نوموړي دغه راز زياته کړې چې روسيې او ايران په منځني ختيځ په ځانګړې توګه په سوريه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې کې د همکارۍ بريالۍ تجربه درلوده او زياته کړې يې ده چې له يادې تجربې په افغانستان کې هم ګټه اخيستل کېدای شي.
رئيسي د افغانستان په اړه داسې مهال دا خبرې کوي، چې له دې وړاندې يو شمېر نورو ايراني چارواکو هم په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه ورته څرګندونې کړي دي.