د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي پرون يکشنبه د (وږي په ۲۷مه) د شکنجې له امله د مړې شوې مهسا له کورنۍ سره غږېدلی او ډاډ ورکړی چې د يادې قضيې په اړه به بشپړې څېړنې ترسره شي.
رئيسي ويلي، چې نوموړی د مهسا اميني له مړينې څخه په ازبکستان کې د شانګهای همکاريو سازمان د سرمشريزې پرمهال خبر شوی او په خبره يې په دې اړه د بشپړو څېړنو اراده شته.

مهسا اميني د سپټمبر په ۱۳مه د حجاب نه مراعتولو په تور د ايران د ګشت او ارشاد پوليسو ونيوه او له نيول کېدو درې ورځې وروسته روغتون ته د کوما په حالت کې يووړل شوه او هماغلته يې ساه ورکړه.
د ځينو رسنيو له لوري په خپرو شوو راپورونو کې ويل شوي، چې نوموړې د شکنجې پرمهال څو ځله په سر وهل شوې او له همدې کبله يې خبره تر مړينې ورسېده.
د يادې قضيې له پېښېدو وروسته، د ايران په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت ضد لاريونونه پيل شوي او ان د لاريونونو په ځينو خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري، چې ښځينه لاريون کوونکي د اعتراض په توګه خپل ټکري له سر ښکته کوي.
په دې لاريونونو کې ګډونوالو د (مرګ پر ديکتاتور) او (مرګ پر خامنهيي) شعارونه ورکول.