Home » سیمه او نړی » د TTP بريدونو له وېرې پاکستاني پوځيانو د دندو پرېښودل پيل کړي

د TTP بريدونو له وېرې پاکستاني پوځيانو د دندو پرېښودل پيل کړي

په پښتونخوا کې ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په وروستيو مياشتو کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري پر پاکستاني پوځيانو او پوليسو د بريدونو له زياتېدو سره، د دغه هېواد د پوځيانو او پوليسو له لوري د خپلو دندو د پرېښودو پېښې زياتې شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې د يادو پېښو زياتېدو لامل، په پاکستان کې د ناامنۍ پراخېدل ديی. د سرچينې د مالوماتو له مخې، دا پېښې وروسته له هغې زياتې شوي چې پاکستاني طالبانو يا TTP ډلې په وروستيو دوو مياشتو کې پر پاکستاني پوځيانو او پوليسو مرګوني بريدونه وکړل.

په ياده موده کې پر پاکستاني پوځيانو زيات مرګوني بريدونه شوي او د يادو اکثره بريدونو مسووليت تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون‌پالو په غاړه اخيستی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...