Home » سپورټ » د ۲۰ اوریزه نړیوال جام لوبو ګروپونه اعلان شول
رویداد خبري آژانس

د ۲۰ اوریزه نړیوال جام لوبو ګروپونه اعلان شول

د کرکټ نړیوالې شورا تېره ورځ د شل اوریزو د نړیوال جام سیالیو ګروپونه اعلان کړل.

په ( الف) ګروپ کې انګلستان، استرالیا، جنوبي افریقا او وېسټ اینډیز او په (ب) ګروپ کې افغانستان له پاکستان، هند او نیوزیلنډ سره یوځای شوي دي.

د بنګله‌دېش او سریلانکا په ګډون اته لوبډلې بیا په دوو هغو ګروپونو کې شامل دي چې یوازې دوه لوبډلې به‌یې (الف) او (ب) ګروپ ته لاره کوي.

په ورته وخت کې راپوونه وايي چې د روان ميلادي کال اکتوبر کې پيليدونکي شل اوريزه نړيوال جام د سیالیو بشپړ مهال ويش به راتلونکې اونۍ د کرکټ نړيوالې شورا له لوري اعلان شي.

ټاکل شوې وه چې دا نړیوال جام د هند په کوربه‌توب په هند کې وشي، خو د کرونا ویروس له امله دا سیالۍ فارس خلیج ته لېږدېدلې دي او تمه ده چې د اکټوبر له ۱۷مې د نومبر تر ۱۴مې په متحده عربي اماراتو او عمان کې ترسره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...